د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۵:۳۰
لغمان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ او ارشاد او دعوت د رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او د بشري سرچینو د رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون" په ګډون یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او لومړی یې د نوموړي ولایت له محترم والي سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
همداشان، پلاوي تر یادې لیدنې وروسته د محترم والي په ملتیا د دغه ولایت زندان ته ولاړ او د یاد زندان  مسوولینو او پرسونل ته یې محترم مولوي عبیدالله د دې زندان د نوي مسئول په توګه معرفي او په چارو کې یې ورته د بریاوو هیله وکړه.
داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو ویناوالو د لغمان ولایت د زندان د مخکیني مسئول محترم نظر محمد کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسئول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
همداشان، محترم الحاج مولانا او مل پلاوي یې د لغمان ولایت بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او په هره برخه کې یې ورته له اوصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وکړه.
د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه، د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.

جمادي الاول ۱۹/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS