له نیمروز څخه ۳ زره تنه په نشه یي توکو روږدي کسان کندهار ولایت ته د درملنې لپاره ولېږدول شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۷:۳۳
نیمروز

یاد شمېر کسان د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د ځانګړي فرمان پربڼسټ تېره ورځ له نیمروز څخه د کندهار ولایت په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته ولېږدول شول.
د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم ملانعمت الله "سراجي" په دې اړه د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وویل، د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز، چې په یوه وخت کې د (۴) زرو تنو د ساتنې او درملنې توانايي لري، تر اوسه پورې د خپلو درېیو روغتیايي ټيمونو د هلو ځلو پرمټ د (۱۲) زره تنو درملنه کړې او تر بشپړې روغتیا وروسته خپلو کورنیو او دوستانو ته سپارل شوې دي.
محترم سراجي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د جنوب لوېدیځې حوزې په کچه دې مرکز کې د موجوده او راتلونکو روږدو کسانو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، د درملنې پرمهال د اوسېدو مناسب ځای، خوراک، څښاک، دیني او عصري زده کړو، کسب زده کړې او ورزشي تمرینونو لپاره ښه امکانات او لازمې اسانتیاوې شته.
 
شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۴    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د غزني ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده وګومارل شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

 د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوی نظامي مدیر پرسونل ته معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی نظامي مدیر محترم مولوي عبدالباري "جهادي" د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان محترم. . .

BACK TO NEWS