ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيمالشان د تفسير دوره د زندان نظامي او ملکي پرسونل ته د ديني پوهاوي، اخلاقي روزنې او معنوي اصلاح په موخه پيل شوه، چې د روژې مبارکې مياشتې تر پايه به په منظم ډول دوام ولري.
د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د يادې دورې د پيل پر مهال د قرآنکريم پر ارزښت، د هغه پر عملي کولو او د اسلامي اخلاقو پر پياوړتيا خبرې وکړلې او ټينګار يې وکړ، چې د اسلامي زدهکړو پراختيا د ټولنې د اصلاح بنسټ جوړوي، په ځانګړي ډول د زندانونو په چاپېريال کې ديني پروګرامونه د مثبت بدلون او سمون اغېزناک رول لري، نوموړي زياته کړله، چې د يادې دورې ترڅنګ، د زندان په بېلابېلو بلاکونو کې هم زندانيانو ته د قرآنکريم تفسير، د سيرت النبي صلی الله عليه وسلم تدريس او نور اصلاحي درسونه په ښه توګه روان دي، تر څو زندانيان د خپل ژوند د سمون، توبې او اصلاح لور ته وهڅول شي.
شعبان المعظم ۱۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
