ولایتي خبرونه ( فراه، بادغیس، جوزجان، کونړ، ) فراه، بادغیس، جوزجان او کونړ ولایتونو د زندانونو څخه (۴۸۲) تنه نارینه او ښځینه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
دغه زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ پر بنسټ د فراه، بادغیس، جوزجان او کونړ ولايتونو زندانونو څخه (۲۴۴) تنه ازاد او (۲۳۸) تنه نورو ته د بند په موده کې کموالی راغی.
د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.
ربیع الاول ۱۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
