ولایتي خبر (کونړ) د کونړ ولایت زندان سره د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې (۱۰۰) جلده بیلا بیل ډوله کتابونو مرسته وشوه
د نوموړي ولایت د زندان په هڅو او یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د یاد زندان کتابتون سره (۱۰۰) جلده بیلا بیلو کتابونو مرسته وشوه، چې له امله به یې د زندانیانو د مطالعې او کلتور ته وده ورکړل شي.
د کونړ ولایت زندان امر محترم الحاج ملا محمد نور (بلال شاهین) د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له فرهنګي همکارۍ څخه په مننې، یادې مرستې اړینې وبللې او دغه ډول مرستې یې د زندانیانو د مطالعې او روزنې پیاوړتیا په برخه کې ګټورې وبللې.
ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
