د بغلان ولایت له زندانه د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال لیدن

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۰:۴۲
بغلان

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یو پلاوی بغلان ته په سفر ولاړ.
د محترم قاري بدر په مشرۍ پلاوی د بغلان ولایت زندان ته لاړ، هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
داراز، پلاوي د دغه زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د اصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وشوه.
دغه راز، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لاښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
د یادولو وړ بولو، چې د افغانستان د زندانونو چارو د سمون اداره غواړي، څو د مرکزي او ولایتي زندانونو او زندانیانو د وضعیت ارزولو، ستونزو حلولو، اسانتیاوو برابرولو او ښوونیزو پروګرامونو عملي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۵۳
Background image

د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۴
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د کنړ ولایت د زندان ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات " حقاني" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د یاد ولایت مرستیال محترم مولوي عبدالله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم. . .

BACK TO NEWS