د کندهار د زندان د موظفینو له خوا ۸۸۵۰ ګرامه ضبط شوي نشه یي توکي وسوځول شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۴:۱۵
نشه یی

یاد توکي، چې (۳۱۷۳) ګرامه شیشه، ‎(۴۷۶۸) ګرامه چرس او (۹۰۹) ګرامه تریاک وو او د تېرو ۱۶ میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت د زندان د بېدارو امنیتي او کشفي موظفینو له خوا د پایوازۍ په ورځو کې له قاچاق کوونکو پایوازانو سره یوځای د کره تلاشۍ  پرمهال کشف او ضبط کړي وو، پرون د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه(حفظه الله) د فرمان او د کندهار د ابتداییه محکمې د حکم پربنسټ او د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، د عامه امنیت د دیوان د استازو او د نوموړي زندان د مسوولینو په شتون کې د یادې محکمې په انګړ کې وسوځول شول.  

 

 د محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS