تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
ioo

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او هلته یې د افغان زندانیانو د رالېږد د بهیر بیا پیلېدو په اړه د نوموړي هېواد له اړوندو لوړپوړو چارواکو سره غونډه کې ګډون درلود وویل:« له نېکه مرغه د ایران اسلامي جمهوري دولت له موږ سره د پخوانیو هوکړو او حسن نیت پر بنسټ په یوولسم پړاو کې د دوو مېرمنو په شمول (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان چې په لومړۍ جوپه کې (۴۰۸) او په دویمه جوپه کې (۱۸۳) تنه وو د هغوی په خوښه د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې د ا.ا.ا. ته وسپارل او بیا موږ ته تسلیم شول».

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" زیاته کړله، چې دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

بلخوا، په تهران کې د ا.ا.ا. د سفارت مسوولینو ویلي، په یاد شمېر محکومینو کې یوه مېرمن او (۸) تنه نارینه محبوس افغانان محکوم په (اعدام) وو، چې په وینا یې د ا.ا.ا. د ډیپلوماټیکو اړیکو او نورو اړوندو اورګانونو په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت اړوندو اورګانونو سره د خبرو اترو او ګټورو بحثونو له لارې د هغوی د اعدام حکم په اوږدمهالي حبس بدل شو.

د یادونې وړ بولو، چې ياد ټول رالېږدول شوي محبوسین به د خپل حبس پاتې موده په خپل هېواد کې د دې ادارې تر چتر لاندې زندانونو کې تېره کړي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس وايي، دا اداره د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د غړې په توګه د ایران اسلامي جمهوري دولت له دې همکارۍ او حسن نیته منندوی ده او دا د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا ښه والي اغېزمنه بولي.

 

ذوالحجه الحرام ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

BACK TO NEWS