د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د میدان وردګ ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار  پای ته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۳:۵۶
ولایتی

ولایتي خبرونه (میدان وردګ، ننګرهار)

د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د میدان وردګ ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار  پای ته ورسېد

 

د نوموړې ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د میدان وردګ ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې، مدیریتي چارو، سوانحو او د ګمارنې په برخه کې ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د یاد ولایت د زندان مسوولینو دا ډول سمینارونه د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړونې په هدف مهم وګڼل او له یاد ریاست له مسوولینو  څخه یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه او له ګډونوالو څخه یې وغښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو چارو کې ښه ګټه واخلي څو په کاري چارو کې ېې نیمګړتیاوو ته د پای ټکۍ کېښودل شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د جلدي ښارښت (سکبیس) ناروغۍ د مخنوي په موخه د یاد مرکز په محجوزینو درمل وویشل.

د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو  د یاد مرکز له محجوزینو څخه وغوښتل چې د دغې ساري ناروغۍ د مخنوي په موخه پاکوالي ته جدي پاملرنه او په دې ناروغۍ  د اخته کسانو څخه ځانونه لرې وساتي .

 

ربیع الاول ۲۲/ ۱۴۴۶

 دمقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې (۱۲۴) تنو منسوبینو ته ښوونیز او مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس، چې د درې میاشتې لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکز او (۳۳)ولایتونو (۱۲۴) تنه منسوبین ګډون کوي.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي. . .

BACK TO NEWS