د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو څخه (۱۰۸) تنو نظامي پرسونل د فراغت سندونه ترلاسه کړل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۵۱
farghat

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو څخه (۱۰۸) تنو نظامي پرسونل د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۰۸) تنو  نظامي پرسونل د درې میاشتینیو زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، په داسې حال کې چې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان ر ئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د ځینو وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو او مطبوعاتو  مسوولینو هم شتون درلود، زیاته کړله:« دا چې موږ ته د زندانیانو د ساتلو او پالنې مسوولیت راترغاړې دی نو تل کوښښ کوو څو د ادارې د کارکوونکو لپاره ګټورې برنامې په لاره واچوو چې نوموړي وکولای شي خپلې چارې په ښه دقت، رېښتینولۍ او ښه ډول مخ ته یوسي.

محترم الحاج محمد کاظم طارق زیاته کړله چې د دې ادارې اړوند د هېواد ټول زندانونه اوس په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو  بدل شوي او د زندانیانو ښې او سالمې روزنې په موخه دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابر شوې ده.

همداراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله یادو فارغانو ته په خبرو کې د استادانو هڅې وستایلې او زیاته کړله د دې ادارې اړوند په زندانونو کې زندانیانو د یو ناروغ په شان درملنه کیږي، څو داسې وروزل شي چې په راتلونکې کې د ناروا کړنو څخه پېښمانه او د سالمو، پوه او کاسبو وګړو په څېر خپلې ټولنې او کورنۍ سره یو ځای شي.

دغه راز، نظامي چارو مرستیال یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې پاملرنه لا زیاته کړي.

په ورته وخت د دې ادارې د مقام د فتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد وويل « دلته چې د ښوونکو له خوا درته کومې زده کړې درکول شوي هم یې خپله عملي کړي او هم یې د زندانونو په امنیتي برخه کې له نورو همکارانو سره په پوره امانتوالۍ شریک کړي څو مو خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا شي ».

 

 

یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز او مسلکي کورس (۱۰۸) تنو ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

 

ربیع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS