د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په شپږمه ناسته کې د دې ادارې پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۲۵
غوری

ياده ناسته چې نن(چهار شنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"  د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندن محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د پژند مدیر محترم مولوي شاه محمد "مفکر" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري ګومارنې د فورمو د ارزونې او د ګومارنې د اصولو رعایتولو تر څنګ، په ځینو نورو اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې وشوې.

 داراز، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS