د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړه

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي ریاست مرستیال محترم انجنیر عبدالواحد "حمزه" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ د خوست ولایت له زندانه د دې لیدنې په ترڅ کې له مسوولینو سره پر اړوندو موضوعګانو خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
همداشان، یاد پلاوي په دې کتنه کې د نوموړو زندانیان د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او ورسره یې ژمنه وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
محرم الحرام ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت