د غزني ولایت زندان د امام ابوحنیفه (رح) مدرسې څخه لسګونه تنه نارینه او ښځینه محبوسین د قرآن کریم حفظ، تجوید، ناظرې او سواد زده کړو برخو څخه فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۱:۲۹
غزنی

د فراغت په دې مراسمو کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" د غزنې ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"، د علماوو شورا رئیس، د دې ولایت د مقام دفتر رئیس، یو شمېر مسوولینو، دیني عالمانو او د زندانیانو کورنیو غړو ګډون درلود، د  غونډې ګډونوالو مسوولینو د زندانیانو ښوونې روزنې او پالنې ته پاملرنه وستایله او له زندانیانو څخه وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او دغه طلایي فرصت څخه ګټه پورته او د بند مودې پوره کېدو سره سم په دیني عصري او حرفوي زده کړو سمبال او د سالمو وګړو په توګه له ټولنې سره یو ځای شي.

د مراسمو په پای کې د قرآن کریم حافظانو، د تجوید او ناظرې د برخو زده کړیالانو ته د نوموړو مسوولینو او دیني عالمانو له لورې د فضلت پګړۍ ور پرسر او د خیر دعا ورته وشوه.

د یادولو ده چې د قرآن کریم یو تن حافظ  ته د قرآن عظیم شان د حفظ په پار د اسلامي امارت اړوندو ادارو د پرېکړې پر بنسټ د بند پاتې موده معاف او  له زندان څخه خوشې کړل شو.

 

جمادي الثاني ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت  

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، میدان وردک) د پکتیکا ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړله

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس زندانه لیدنه وکړله

د محترم مولوي عبدالشکور"طیب" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال لمړی د یاد زندان له امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" سره د لیدنې پرمهال د زندانیانو لپاره د لا غوره. . .

BACK TO NEWS