ولایتي خبرونه(ننګرهار- پکتیا- کندز) د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې رغنېزې چاري پیل شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۵۴
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د بیا رغونې چارې چې په کې رنګمالي او د ځینو ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم شامل دي، پیل شوې.

همداشان، نوموړي مرکز مسوولین وايي یادې چارې چې لګښت یې د زندانونو چارو د سمون اداره ورکوي په ښه او معیاري توګه به بشپړې او له امله به یې محجوزینو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار د زندان مسوولینو د دې ولایت د هسکې مېنې او د شینوارو ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه

 

د دغه ولایت د زندان مسوولینو د نوموړي ولایت د هسکې مېنې او د شینوارو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له مسوولینو څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د مسوولینو له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

بل لور بیا د پکتیا ولایت له محبس سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

 

د دغه زندان د رهبرۍ په هڅو، او د همکارو بنسټونو له لوري د یاد ولایت له محبس سره د حفظ الصحې بستو مرسته چې په کې د ځان مینځلو صابون، شامپو، د غاښونو کریم، د کالیو مینځلو پوډر، سطلونه او یو شمیر نور توکي شامل وو د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره د نوموړي محبس په محبوسینو وويشل شول.

همدا راز، د دغه ولایت د زندان رئيس محترم مولوي سهیل سعید د یادې مرستې په پار د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

بل خوا بیا، د کندز  زندان مسوولینو د دې ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

 

د دغه ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ د نوموړي ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې (۱۲۴) تنو منسوبینو ته ښوونیز او مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس، چې د درې میاشتې لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکز او (۳۳)ولایتونو (۱۲۴) تنه منسوبین ګډون کوي.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي. . .

BACK TO NEWS