د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست له لوري د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د صنعتي برخې امرینو ته د ظرفیت لوړونې سمینار پای ته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۲۰:۱۹
برنامه اقتصادی

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د صنعتي برخې امرینو لپاره جوړ شوی و، په صنعتي برخو کې اړوندو ستونزو د حل لارو، د راتلونکي (۱۴۰۴ه ق) کال پلانونو، په زندانونو کې د صنعتي فعالیتونو د موثریت، د تړونونو د اسنادو د پړاوونو بشپړولو، د صنعتي عایداتي سرچینو د بیلابیلو برخو څخه د عوایدو راټولولو او د کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه د مرستو جلبولو په اړه، ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، وویل: اداره تل کوښښ کوي چې د کارکوونکو د پوهې لوړونې په موخه ارزښتمنې برنامې په لاره واچوي څو يې  پر مټ وکولي شي په اداري چارو کې د لا پرمختګ شاهدان اوسي
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد سمینار له ګډونوالو وغوښتل چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د ادارې د تجربه لرونکو استادانو څخه ترلاسه کړې زده کړې او تجربې خپلو کار کوونکو سره شریکي کړي. 
همدا راز، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص د دغه سمینار په اهمیت خبرې وکړې او د سمینار په اړه یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.   
همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره د دغه ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او ژمنه یې وکړله چې ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو اداري چارو کې ترې عظیمه ګټه پورته کړي.
د سمینار د پای په مراسمو کې د ادارې مسوولینو له لورې ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

جمادي الثاني ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې (۱۲۴) تنو منسوبینو ته ښوونیز او مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس، چې د درې میاشتې لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکز او (۳۳)ولایتونو (۱۲۴) تنه منسوبین ګډون کوي.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي. . .

BACK TO NEWS