د زندانونو چارو د سمون ادارې د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۰:۵
معرفی خدمات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ د ادارې د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د داخلي نفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د تعمیراتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرحمان "عابد" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي سېدولي په دوهم بست کې د خدماتو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته وپېژندل شو.

داراز، محترم قاري عبدالله "همدرد" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، نوموړي د خدماتو ریاست له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د ادارې د خدماتو ریاست نوي رئیس محترم مولوي سېدولي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه او زیاته یې کړله چې هدف مې خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم

 

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې (۱۲۴) تنو منسوبینو ته ښوونیز او مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس، چې د درې میاشتې لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکز او (۳۳)ولایتونو (۱۲۴) تنه منسوبین ګډون کوي.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي. . .

BACK TO NEWS