د زابل ولایت په زندان کې د ( ۳۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو) (۳) میاشتینی کورس پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د دې ولایت د زندان د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري په یاد زندان کې د ( ۳۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو) (۳) میاشتینی کورس پیل شوه
د زابل ولایت د زندان امر محترم مولوي محمدهاشم "حقاني" په وینا دغه کورس چې درې میاشتې دوام کوي د زندان د باتجربه ښوونکو له لوري به دغو زندانیانو ته د موبایل جوړولو اساسي زده کړې ورکړل شي.
داراز، د نوموړي په وینا په راتلونکي کې پلان لري چې د زندانیانو د حرفوي زده کړو په موخه د مولید جوړولو تر څنګ د ماهیانو د روزنې په موخه روزنیز کورسونه هم پیل او ترې فارغو زندانیانو ته به رسمي سندونه ورکړي.
په پای کې، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله.
شعبان المعظم ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت