د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د یاد ریاست اړوندو مسوولینو سره ناسته ترسره کړله

د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د دې ریاست اړوند مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د یاد ریاست مسوولینو د خپلو کاري کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ یو لړ غوښتنې او ستونزي د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس سره شریکې کړې.
داراز، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د یاد ریاست مسوولینو کړنې وستایلې او کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
همدا راز، محترم مولانا زیاته کړله چې په اداري چارو کې د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او در سپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینوالی سره سرته ورسوئ.
شعبان المعظم۲۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت