د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د جوزجان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۳۶
جوزجان

محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" د یادې لیدنې پرمهال له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څارنه او کنټرول وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د یادو برخو د لا خوندیتوب په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د جوزجان ولایت د زندان د زندانیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.

داراز، پلاوي د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیایې برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د لا ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د یادې ادارې تر چتر لاندې زندانونو څارنه وکړي. مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو یې پر وخت حل کړي.

 

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS