د بامیان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل لپاره د لیک لوست کورس پیل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۲
بامیان

د بامیانو زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم حقاني په خبره ، د زندان هغه پرسونل چې تر دې  وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې ياتې شوې وې، اوس به د دې کورس پر مټ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل هېواد او ملت ته به د ښه خدمت جوګه شي.

همدا راز، د بامیانو پوهنې رئیس د یاد ولایت د زندان زندانیانو او پرسونل ته وویل، چې یاد کورس د دوی د پوهې د لوړولو په مو خه پیل شوی، چې په کې ګډون سره به یې د علم په ګاڼه سمبال شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د بامیان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل لپاره ورته کورس جوړ شوی وو، چې ښې پایلې یې درلودې.

 

شوال المکرم ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کارکوونکو چارو رئیس د چارو ادارې عمومي ریاست څخه راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

د دې ادارې د کارکوونکو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" او د یاد ریاست کارکونکو هم شتون درلود، چارو ادارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

ولایتي خبرونه (ننګرهار، پکتیکا) د ننګرهار ولایت په زندان کې د چپرهار او بهسودو ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ سیالی پیل شوې

د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، د دې ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست او د نوموړي زندان په همغږۍ د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري زندانيانو لپاره د ذهني ارامتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۵۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال په مشرۍ یوه پلاوي د فاریاب ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS