د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
پنجشیر

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې،  چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د عفوي او تخفيف د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" او د دغه ولایت د سیمه ییزو اړوندو مسوولینو ګډون درلود، ویناوالو په خپلو خبرو کې وويل: د اسلامي امارت راتګ سره اوس د نوموړې ادارې تر چتر لاندې زندانونه پر مدارسو او اصلاح ځایونو بدل شوي او هغه دیني، عصري او حرفوي زده ‌کړې چې زندانیان د بند په موده کې ترلاسه کوي، نو هیله ده چې له برکته یې په اخلاقو او چلند کې نېکه اصلاح او د جرم له بیا تکراره ډډه وکړي.

بلخوا، محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" وویل، د عفوې او تخفیف دا بهیر د اسلامي عدالت له روحیې سره سم په روڼه توګه تطبیق شو، چې د زندانيانو د اصلاح او ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه د دوی د ورګرځېدو یوه مهمه برخه ده.

په ورته وخت کې، خوشې شویو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پنجشېر ولایت د زندان د مسوولینو د ښه چلند او په زندانونو کې د ښو دیني او عصري علومو، کسب زده کړو او نورو اصلاحي برنامو د عملي کولو له امله د خوښۍ په څرګندولو  سره وویل، هڅه به وکړي چې د ترلاسه کړو زده کړو پرمټ به اسلام، هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو د امارتي ادارو له یو شمېر ویاندویانو او د مطبوعاتو له مسؤلینو سره د ګډو همغږیو او همکارۍ په اړه غونډه وکړله.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې ( ۶۴) تنه توقیفیان د دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د. . .

BACK TO NEWS