د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کورنيو چارو وزارت د روغتيا عمومي رئیس سره ولیدل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۴
صحیه

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله د کورنيو چارو وزارت د روغتيا رئیس محترم مولوي صدیق الله بدر سره د لیدنې ترڅنګ د دې ادارې (۵۰) بستریز روغتون په اړه له مسوولینو سره یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت، همغږۍ او همکاریو پر لا ښه والي خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې چې د نوموړي ادارې د نظامي چارو مرستیال او روغتون مسوولینو او مسلکي کارکوونکو حضور درلود، محترم مولوي صدیق الله بدر د دې ادارې اړوند روغتون د خدماتو ستاینه وکړله او ویې ویل چې د یاد روغتون طبي ټیم د زندانیانو د درملنې، رسیدنې او روغتیایي پاملرنې په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.
همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي"زیاته کړله چې په راتلونکي کې د دواړو روغتونونو ترمنځ به همغږي لا پراخه شي، څو د امکاناتو، تجربو او تخصصونو د شریکولو له لارې د ناروغانو روغتیايي اړتیاوې لا پیاوړې شي، نوموړي زياته کړله چې د دې ادارې د صحيې مسوولين د عامې روغتیا وزارت اصولو ته ژمن پاتې کېږي او د زندانیانو او پرسونل لپاره به روغتیايي خدمتونه  لا معیاري کړي.

ذوالحجة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

BACK TO NEWS