د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزڼې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت " مشعل "، د شخصیتي دوسیو، مخابرې، اوپراسیون او د بغلان زندان امرینو یې هم ملتیا کوله، کندز ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د نوموړي زندان د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
تر دې وروسته، نظامي مرستیال او مل پلاوي نوموړي ولایت زندان ته لاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دا راز، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.
همدا شان، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو ، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
محرم الحرم ۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت