د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د زابل ولایت له زندان لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د زابل ولایت له زندان لیدنه وکړهد دې ادارې د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" او مل پلاوي د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال یې له اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړل.
داراز، پلاوي د زابل ولایت د زندان زندانیانو لپاره د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې
صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
