ولایتي خبرونه:(کندز، بادغیس) د کندز د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۳۶
ولایتی

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

بل خوا بیا، د باغیس ولایت د زندان د اصلاح مرکز له محجوزینو او ښځینه محبوسینو سره د (یونیسف) موسسې له لورې د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ، چې په کې  ستلونه، کوزې او یو شمېر د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان مسوولینو له لورې د نوموړې موسسې د استازو په حضور کې د یاد زندان پر محجوزینو او ښځینه محبوسینو باندې وویشل شوې.

داراز، د یاد زندان مسوولینو د نوموړې موسسې له مرستو څخه مننې ترڅنګ راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله.

 

 

ربېع الاخر ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د دې ادارې د پولیسو د حقوقو عمومي مدیر او یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(سې شنبې) په خپل کاري دفتر کې له نوموړو مسوولینو سره په دې لیدنه د سلسله مراتبو، د زندانونو د نظامي برخې د حقوقو، نظامي نظم او ډسپلین په پام کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندهار او زابل ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یو پلاوی کندهار او زابل ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د کابل او (۳۳)ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته ۳ میاشتنی مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس کې به نوموړو مدیرانو ته په مسلکي توګه د زندانیانو لپاره د اصلاحي او روزنیزو برنامو د ښه تنظیم روزنه ورکول شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS