د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د جوزجان ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۲۱
جوزجان

د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو او محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد  په مشرۍ پلاوي د دې زندان د خوړو ، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ربېع الاخر ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو د امارتي ادارو له یو شمېر ویاندویانو او د مطبوعاتو له مسؤلینو سره د ګډو همغږیو او همکارۍ په اړه غونډه وکړله.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې ( ۶۴) تنه توقیفیان د دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د. . .

BACK TO NEWS