د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په همکارۍ د نوموړې ادارې د مرکز او ولایتو زندانونو یو شمېر مسوولینو ته د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې تر سرلیک لاندې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۱
سمینار

د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د بېلابېلو ریاستونو یو شمېر مسوولینو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو ګډون کړی و.

په دې ورکشاپ کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو، روغتیا او د کابل ولایت د توقیفخونو ریاستونو د کابل ولایت د ښځینه محبس امریت، بلخ، هرات، کندز، ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو مسوولینو او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست استازي ګډون لري.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج محمد کاظم طارق  د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال وویل، چې د زندانونو په شان حساسو او امنیتي ادارو کې د بیړنیو حالاتو د مدیریت مهارتونه، د خطرونو پېژندنه او د احتمالي پلانونو جوړول ځانګړی اهمیت لري او د دې ډول روزنیزو پروګرامونو له لارې د مسوولینو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کېږي.

داراز، نظامي مرستیال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د دوامدارو همکاریو په مننې زیاته کړله، نوموړې اداره هڅه کوي، چې زندانیانو ته غوره خدمتونه وړاندې او شرعي او انساني اصولو سره سم د هغوی حقونو ته پر وخت رسېدنه کوي.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړله، چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې عملي چارې لا غښتلې او تر خپل لاس لاندې پرسونل سره یې تجربي شريکي کړي.

همدارنګه، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازو د همکارۍ د دوام ژمنه او زیاته یې کړله، چې دغه اداره د زندانونو د وضعیت د ښه والي، د بشري معیارونو د پلي کېدو او د مسوولینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې درې ورځیني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بیړنیو حالاتو د مدیریت اصول، د بحران پر مهال د پلان جوړونې عملي لارې چارې، د همغږۍ میکانیزمونه، د عملي سناریوګانو پر بنسټ تمرینونه ور زده شي، ترڅو د اړتیا پر مهال په چټک او مؤثر ډول اقدام وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

BACK TO NEWS