د لومړي ځل لپاره د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو ریاست مسوولینو ته ښوونیز سیمینار پیل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۴:۵۱
سیمینار محاکم


د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه د دغې ادارې په بېلابېلو برخو کې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په لړ کې، دا ځل د عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو ریاست له خوا د ټولو ولایتونو د زندانونو اړوندو مسوولینو لپاره ۷ورځینی ښوونیز سیمینار پیل شو.
د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نوموړي سیمینار د پرانیستغونډې پرمهال، چې د ادارې د مقام سلاکار محترم الحاج مولوي اسدالله "مولانا"، له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو رئیس، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د څرخي پله زندان د تعلیمي مرکز قومندان محترم مولوي حبیب الرحمان "رحماني" او یوشمېر ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود په خپلو خبرو کې د سیمینار ګډونوالو ته وویل:« تاسو د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو د پُل حیثیت لری، نو باید د دې پُل د غښتلتیا لپاره د خپلو مسوولیتونو مربوطه پوهاوی زیات کړئ او د هېچا تر تاثیر لاندې مه راځئ».
په ورته وخت کې، د یادې غونډې ویناوالو هم په خپلو خبرو کې یاد سیمینار د زندانونو چارو د سمون ادارې او عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو ټینګولو، په دې برخه کې د خنډونو لرې کولو، د ستونزو حلولو او وړتیاوو لوړولو لپاره ډېر ګټور وباله.
داراز، ویناوالو د سیمینار له ګډونوالو څخه وغوښتل، څو د سیمینار په ترڅ کې چمتو شوي ښوونیز توکي په پورته توګه مطالعه، د ښوونکو لارښوونو ته متوجه او زده کړي مسایل د خپلو چارو د ښه ترسراوي لپاره عملي کړي.
د یادولو وړ بولو، چې نوموړی ښوونیز سیمینار له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو امرینو ته د دندو د لایحو پوهاوي زیاتولو، د تورنو کسانو د جذب د څرنګوالي، د بې برخلیکو تورنو د برخلیک روښانه کولو او د تورنو او بندیانو د رخصتۍ او تبدیلۍ په اړه د حقوقي او قانوني مسایلو زده کولو په موخه جوړ شوی دی.

ربېع الاول- ۱۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره وکتل

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او یو شمېر نورو رئیسانو هم شتون درلود، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ولایتي خبر:(نورستان) د نورستان ولایت د زندان په انګړ کې زینتي او میوه لرونکي نیالګي کینول شول

د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل له لورې د یو حشر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان په انګړ کې سلګونه زینتي او میوه لرونکي نیالګي کینول شول.
د یاد زندان امر د چاپیریال د سمسورتیا او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۲۴
Background image

د پسرلي په را د بره کېدو د مرکزي زندان د محبوسینو لپاره د کرکیلې بهیر پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په تخنیکي مرسته، د کابل ولایت د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د پسرلي موسم له رارسېدو سره سم د دغې ادارې د کرنې صنعتي. . .

BACK TO NEWS