د نړېوالو مرستندویو بنسټونو له لورې د کابل ولایت له توقیفخونې‎ سره د مینځلو توکو او د البسې کڅوړو مرسته وشوه‎

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۳:۲۷
توقیف

د یادو بنسټونو مسوولینو له لورې په داسې حال کې چې  د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم سید احمد اسحاقزي او د یادې توقیفخونې کارکوونکو هم شتون درلود ، د کابل ولایت د توقیفخوني له توقیفیانو سره  د مینځولو توکو او د البسې کڅوړو مرسته وشوه.

 د دې ادارې مسوولینو یاده مرسته د ناروغیو په مخنیوي او د توقیفیانو روغتیا ته د پاملرنې په برخه کې اړینه وبلله او یادو بنسټونو له خوا د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

نوموړو زیاته کړه چې یاده مرسته به په شفافه او عادلانه توګه په توقیفیانو وویشي.

په پای کې د نړېوالو مرستندویو بنسټونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې یاد بنسټونه به د هېواد له زندانونو سره خپلو مرستو  ته دوام ورکړي.

 

ربیع الاول ۹/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه:( پنجشېر، پکتیا، هرات، سرپل، غور) د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS