د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو کارکوونکو ته د مدیریت د اساساتو پېژندنې په اړه پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پیل شو
دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیرتونو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی وو، د مدیریت د اساساتو په اړه به په کې نوموړو ته د پنځه ورځو په موده کې هر اړخیزه معلومات ورکړل شي.
په دې اړه په جوړو شویو مراسیمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید" د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې رئیس محترم انجنیر عبیدالله اخندزاده، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد اسحاقزی او یو شمېر امرینو او مدیرانو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته په خبرو کې د علم په ارزښت او اړتیا تر غږېدو ورسته دا هم وویل چې اداره یې تل کوښښ کوي څو د کارکوونکو لپاره غوره او ارزښتمنې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې په اداري چارو کې مثبت خوځښت رامنځ ته شي.
داراز، محترم مولوي مستري د یاد سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې د ادارې د تجربه لرونکو استادانو څخه ګټه پورته او ورکړل شوي درسونه او تجربې په غور سره زده او په چارو کې پرې مخ ته لاړ شي.
په ورته وخت کې، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د ادارې د کارکوونکو څخه د هغوی په لیوالتیا سره په سمینار کې د ګډون کولو په موخه خوښي و ښوده او د نوموړو لپاره یې دا لوی فرصت یاد کړ.
همدا راز، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن سعید یاد سیمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې اړین وباله او زیاته کړه چې دغه شان سیمینارونو ته به په مرکز کې د دوام تر څنګ دا لړۍ تر ولایتونو هم وغځوي.
همدا شان، د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم دا ډول پروګرامونه د ادارې د کارکوونکو د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلل او له ښوونکو څخه یې د هغوی په ښه روزنه د ټینګار تر څنګ ګډنوال هم تشویق کړل څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره په خپلو چارو کې د بشپړ شفافیت او رڼې حکومت ولۍ ته په پوره ژمنتیا سره غواړي څو د باتجربه کارکوونکو پر مټ ټولې چارې په ښه او منظمه توګه مخ ته یوسي.
ربیع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
