د دایکندي ولایت د زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال وټاکل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۴:۳۵
دایکندی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" دایکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې محترم عبدالحنان "همت" د یاد زندان د  امنیتي مرستیال په توګه د زندان ملکي او نظامي مسوولینو ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.
داراز، محترم مولانا په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې، د دې زندان نوي امنیتي مرستیال محترم عبدالحنان "همت" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ پر مخ وړي.
همدا راز، محترم مولانا د دغه زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یي د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د لا ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ. 
دا راز، یاد پلاوي د دغه زندان اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک او پاکو اوبو ترڅنګ د امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم ارزونه وکړه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS