د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د ښځینه محبس څخه د چارو ښوالي په موخه ارزونه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۳
اناثیه

محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې  یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، په پیل کې د کابل ولایت د ښځینه محبس له امر محترم مولوي عبد القیوم "سعید" سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د دغه محبس بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې محبوسینو سره د شرعي پردې تر شا ولیدل.

همداراز، محبوسینو یو لړ غوښتنې هم لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح وویل: تاسو زندانیان نه، بلکې موږ ته د کورنیو امانت یاست، خو هیله مو دا ده چې په زندان کې دیني، سواد او کسب زده کړو له شته فرصته په استفادې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه خپل ځان  اصلاح او له بند څخه تر ازادېدو وروسته د ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح زیاته کړله، زمونږ موخه او هڅه دا ده، چې دلته په زندان کې ستاسو ټول انساني او شرعي حقوق خوندي وي.

په ورته وخت کې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس اداري، ښوونیزو او روزنیزو، روغتیا، پخلنځي او (پي سي او) څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت ښځینه محبس مسوولینو ته د چارو د لاښه کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر ۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۷
Background image

نزدیک به نود تن از محبوسین زندان اناثیه کابل بعد از آموزش شش ماهه خیاطی و بیک دوزی سند فراغت شانرا بدست آوردند

به گفته مسوولین در این کورس شش ماهه که به همکاری موسسه خدمات انکشاف و رفاهی افغانستان راه اندازی گردیده بود بیست تن از بخش بیک دوزی، و شصت تن دیگر ان از بخش خیاطی سند فراغت حاصل نمودند.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا ء عالي مقام په منظورۍ  دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۲
Background image

کورس سه ماهه خیاطی برای زندانیان ولایت زابل تدویرگردید

در این کورس سه ماهه خیاطی سی تن از زندانیان آموزش مسلکی خواهند یافت.

محترم ملا حکمت الله "خطاب " امر زندان ولایت زابل ضمن افتتاح کورس سه ماهه خیاطی گفت: اکنون زندان ها به محل آموزشگاه. . .

BACK TO NEWS