د خوست ولایت په زندان کې زندانیانو ته وړیا روغتیايي کمپ جوړ شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۳۶
خوست

د خوست ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او همکارۍ، د یاد ولایت د درملو خصوصي ټولنې له لوري د زندانیانو لپاره وړیا یو ورځنی روغتیايي کمپ جوړ شو.

په دغه روغتیايي کمپ کې زندانیانو ته روغتیايي معاینات ترسره او د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه ورکړل شول، چې د زندانیانو د روغتیايي ستونزو په تشخیص او درملنه کې یې مهمه مرسته وکړله.

د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د درملو خصوصي ټولنې له مسوولینو څخه د زندانیانو سره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه او قدرداني وکړله.

نوموړي دغه راز له نورو خیریه بنسټونو، سوداګرو او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د زندانیانو د روغتیا، زده کړو، حرفوي روزنې او نورو اړینو برخو کې ورته بشري او خیریه مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره تل هڅه کوي چې د دغې ادارې د بودجې سربېره د اړوندو ادارو او خیریه بنسټونو په همکارۍ، محبوسینو او محجوزینو ته د روغتیايي، تعلیمي او حرفوي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه لا پراخه کړي.

 

ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

BACK TO NEWS