د خوست ولایت په زندان کې زندانیانو ته وړیا روغتیايي کمپ جوړ شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۳۶
خوست

د خوست ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او همکارۍ، د یاد ولایت د درملو خصوصي ټولنې له لوري د زندانیانو لپاره وړیا یو ورځنی روغتیايي کمپ جوړ شو.

په دغه روغتیايي کمپ کې زندانیانو ته روغتیايي معاینات ترسره او د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه ورکړل شول، چې د زندانیانو د روغتیايي ستونزو په تشخیص او درملنه کې یې مهمه مرسته وکړله.

د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د درملو خصوصي ټولنې له مسوولینو څخه د زندانیانو سره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه او قدرداني وکړله.

نوموړي دغه راز له نورو خیریه بنسټونو، سوداګرو او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د زندانیانو د روغتیا، زده کړو، حرفوي روزنې او نورو اړینو برخو کې ورته بشري او خیریه مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره تل هڅه کوي چې د دغې ادارې د بودجې سربېره د اړوندو ادارو او خیریه بنسټونو په همکارۍ، محبوسینو او محجوزینو ته د روغتیايي، تعلیمي او حرفوي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه لا پراخه کړي.

 

ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د خوست ولایت په زندان کې زندانیانو ته وړیا روغتیايي کمپ جوړ شو

د خوست ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او همکارۍ، د یاد ولایت د درملو خصوصي ټولنې له لوري د زندانیانو لپاره وړیا یو ورځنی روغتیايي کمپ جوړ شو.

په دغه روغتیايي کمپ کې زندانیانو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج لوی پاسوال محمدکاظم طارق تېره ورځ په داسې حال کې چې د کندز د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" یې هم ملتیا کوله، د نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د پنجشېر ولایت د زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو لړ مراسمو پرمهال محترم قاري خیر محمد "حقپرست" د پنجشېر ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او د خیر. . .

BACK TO NEWS