د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۳۰
دیدار حنفی

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني"، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت مرستیال محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، د افغانستان بانک رئیس محترم حاجي نور احمد اغا، د یادې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د څرخي پله له ښځینه محبس او د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې څخه په جلا جلا توګه د لیدنې پرمهال د هغو اداري، امنیتي، تعمیراتي او د محبوسینو او توقیفیانو د استوګنې ځایونو، تغذیې، روغتیايي خدمتونو او نورو اسانتیاوو وضعیت له نږدې وڅېړه.
داراز، د محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي، د یاد محبس له محبوسینو او نوموړي توقیفخونې له توقیفیانو  سره هم له نږدې وکتل د هغوی وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، هغوی د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړله او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړله چې پلاوي د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو د عدلي او قضایي ارګانونو سره په همغږۍ د هغوی غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال او د نوموړي کمېسیون مشر، محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د زندانونو له مسوولینو سره د چارو د لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د موجودو اړتیاوو د ارزونې په اړه خبرې وکړې، زندانیانو ته برابرې شوې اسانتیاوې او خدمتونه یې وستایل او له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ یې زندانیانو ته د اصلاحي او بیا روزنې پروګرامونو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ. 

محرم الحرام ۱۴/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

 د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوی نظامي مدیر پرسونل ته معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی نظامي مدیر محترم مولوي عبدالباري "جهادي" د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د میدان وردک ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو. . .

BACK TO NEWS