د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د معتادینو روغتیایي مرکز کې د خیاطۍ روزنیز شاپ پرانیستل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۱۱
قندهار
د کندهار ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د کار او ټولنیزو چارو د ریاست په همکارۍ، د یاد روغتیایي مرکز د خیاطۍ روزنیز شاپ په لومړۍ دوره کې به (۱۰۰) تنه په نشه يي توکو روږدي کسان چې اوس مهال تر درملنې لاندې هم دي برخه واخلي. د نوموړي مرکز د مسوولینو په وینا، دوی کوښښ کوي چې د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ د تجربه لرونکو او مسلکي روزونکو له خوا دوی ته د خیاطۍ په شاپ کې ښه روزنه ورکړي، څو هغوی و کولی شي له دې ناروغۍ تر خلاصون وروسته د سالمو وګړو په توګه ورڅخه د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره ګټه واخلي. صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۵ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت زندان ته نوی رئیس معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د میدان وردک ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله. . .

BACK TO NEWS