ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل
د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس د تذکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».
د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړي زندان پرسونل او زندانیانو د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.
ننګرهار:
د ننګرهار ولایت په زندان کې(۵۵) تنه ښځينه محبوسینې د تجويد، ناظرې او سيرت النبي ﷺ له زده کړو څخه فارغې شوې
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې، د ننګرهار د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د شرعي پردې تر شا ښځينه محبوسینو ته وينا وکړله او ويې ويل، ديني زده کړې د انسان د ژوند د سمون او اصلاح تر ټولو مهمه وسيله ده، نوموړي زياته کړه چې د قرآن کريم او د رسول الله ﷺ د سيرت زده کړه انسان ته د نېک ژوند لار ښيي، هغه همدارنګه فارغو شويو ښځينه محبوسینو ته سپارښتنه وکړله چې له بند مودې پوره کېدو سره خپل راتلونکی ژوند د اسلام د اصولو او ديني لارښوونو په رڼا کې برابر کړي او هڅه وکړي چې د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره د خير او اصلاح سبب وګرځي.
داراز، ښځينه محبوسینو هم خوښي څرګنده کړله او ژمنه يې وکړله چې د ترلاسه کړو ديني زده کړو له مخې به خپل ژوند تنظيموي او د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د پلي کولو هڅه به کوي.
پکتیا:
د پکتیا ولایت د زندان له زندانیانو او توقیفیانو سره د یاد ولایت والي له لورې د یوه اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت والي محترم ملا مهر الله "حماد" له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د (۶۰۰) کیلو خورا کي توکو مرسته وشوه
د یاد زندان رئیس محترم ملا عبد الغني "عادل" له محترم والي څخه د مننې سربېره دا بشرپاله او انسان دوستانه اقدام نیک یاد کړ او په نورو خیريه بنسټونو او خییرو تاجرانو هم غږ وکړ چې خپلې مرستې د ټولنې له دغه قشر چې زندانیان دي ونه سپموي.
رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
