د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
نظامی

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د سلسله مراتبو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، د نظامي یونیفورم په جدي توګه استفادې، مسلکي زده کړو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې ادارې د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

په پای کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د یاد مدیریت مسوولینو او پرسونل ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او له تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.

 

 

رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS