ولایتي خبرونه ( بامیان، فاریاب، غور) د بامیان ولایت د زندان (۳۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د بامیان ولایت د زندان د ښځینه، نارینه او محجورینو په ګډون (۲۱) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۱۸) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.
فاریاب:
د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت په زندان کې ۱۲ تنه محبوسین د دیني او عصري زده کړو څخه فارغ شول
د دې ولایت د زندان رئیس محترم الحاج مولوي محمد موسی "ایمل" وویل، په دغه شاپ کې د با تجربه ښوونکو له لوري زندانیانو ته د کمپیوټر اساسي زده کړې ورکړل شوې.
همهاله، د یادې غونډې ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړه، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.
داراز، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله او په راتلونکو کې دې ته ورته د نورو حرفوي زده کړو د شاپونو جوړولو غوښتنوکي شول.
یاده غونډه، ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو او ستاینلیکونو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.
غور:
بل لور بیا، د غور ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د تولک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا حسام الدین "منصور" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د تولک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
جمادي الاول ۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
