ولایتي خبر (کونړ) د کونړ ولایت په زندان آمریت کې د یو تن محجوز د قرآن کریم د حفظ او لسو نورو د ناظرې د ختم په مناسبت د دستاربندۍ مراسم ترسره شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۱
کنر

په یادو مراسمو کې یو تن محجوز د قرآن کریم د بشپړ حفظ او لسو تنو نورو محجوزینو د قرآن کریم د ناظرې د ختم په ویاړ د دستاربندۍ په مراسمو کې وستایل شول.

د کونړ ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا محمد نور "بلال شاهین"، په خپلو خبرو کې د محجوزینو د دیني زده‌کړو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې محجوزینو په لږ وخت کې د پام وړ دیني زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړي د دیني زده‌کړو پر دوام او د قرآن کریم د لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

په دغو مراسمو کې د کونړ ولایت د عدلیې رئیس محترم مولوي عبدالستار، د علماوو شورا رئیس او د امر بالمعروف ریاست استازي هم ګډون کړی و.

 

جمادي الاخر ۱۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس سره ولیدل

د ا.ا.ا د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، په داسې حال کې چې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالکریم "جهادیار"، د دې ادارې مالي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ولایتي خبر (کونړ) د کونړ ولایت په زندان آمریت کې د یو تن محجوز د قرآن کریم د حفظ او لسو نورو د ناظرې د ختم په مناسبت د دستاربندۍ مراسم ترسره شول

په یادو مراسمو کې یو تن محجوز د قرآن کریم د بشپړ حفظ او لسو تنو نورو محجوزینو د قرآن کریم د ناظرې د ختم په ویاړ د دستاربندۍ په مراسمو کې وستایل شول.

د کونړ ولایت د زندان امر محترم الحا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په مرکزي برخو کې یو لړ نوې ګومارنې وشوې

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، محترم مولوي سید احسان الله د سمونوال په بست کې د قرارګاه امینتي قطعې د ارکان رئیس په توګه، محترم مولوي شریف الله "طالب" د سمونوال په. . .

BACK TO NEWS