ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا) د ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختمونه پایته ورسېدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۵
ولایتی

د دغو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده، نو د هغه تلاوت او نور عبادات د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب او اجر لري او د مسلمانانو د نفس د تذکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».

د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړو زندانونو پرسونل او زندانیانو د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ، د فلزکارۍ شاپ چې د یاد زندان (۳۰) تنو زندنیانو په کې برخه اخیستې وه او (۳) میاشتې یې دوام درلود تېره ورځ پای ته ورسېده.

 د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې وویل، د دا ډول روزنيزو برنامو پلي کېدل د زندانیانو د بیا روزنې او سالمې بوختیا لپاره خورا اړین  دي او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي په راتلونکو کې به هم دا برنامې دوام ولري.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

ولایتي خبر: (کونړ) د کونړ ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیانو سره د انساني او قانوني چلند تر سرلیک لاندې یو ورځینی سمینار ترسره شو

دغه سمینار، چې د یوناما له لورې او د یاد زندان مسوولینو په هڅو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د زندانیانو سره د انساني، اسلامي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۲:۲۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس څخه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې محبس مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې محبس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په همکارۍ د نوموړې ادارې د مرکز او ولایتو زندانونو یو شمېر مسوولینو ته د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې تر سرلیک لاندې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS