د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د بامیان محبس ارزونه وکړله
په دغه ارزونه کې د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي"، د نوموړي ولایت والي محترم قاري ګل حیدر "شفق" د یاد زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د محبس اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو، ټولګیو، کتابتون، روغتیايي، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ د محبوسینو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وڅېړل او د بېلابېلو برخو د فعالیتونو ارزونه یې وکړله.
د لیدنې پر مهال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محبوسینواو محجوزینو سره په خبرو کې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله محبس ته راوستل شوي، باید له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغه اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په محبس کې ورته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د بند مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.
په ورته مهال، محبوسینو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت څرګندونولو سره یو لړ غوښتنې یې له پلاوي سره شریکې کړې چې پلاوي د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.
په پای کې، د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ څخه د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هڅې یې وستایلې.
ربیع الاول ۱۰/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
